زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/09/12 - 05:19:2
زيارة: 228
مشاركة مع الـأصدقاء

د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه
 د کوکنارو د بدیل کښت او کاري فرصتونو برابرولو لپاره غوښتنه

انصار: (د وږی ۲۲مه)، د بحران نړیوال ګروپ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه یوه څېړنه کړې او د طالبانو حکومت ته يې خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې بنسټيزې پروژې عملي او د کار زمینه برابره نه شي، امکان لري چې په دې هېواد کې یوځل بیا د کوکنارو کښت ډېر شي.

په دې راپور کې د کوکنارو له کښت سره د طالبانو مبارزې او د دې پرېکړې اقتصادي پايلو ته کتنه شوې ده.

په دې څېړنه کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت ویجاړولو پروګرام په وروستۍ پېړۍ کې په نړیواله کچه بې ساري ګام بلل شوی، خو په دې څېړنه کې پر دې ټکي هم ټينګار شوی چې د خلکو لپاره به د دې پرېکړې اقتصادي پايلې د زغم وړ نه وي.

د بحران نړیوال ګروپ د ملګرو ملتونو د اسنادو له مخې موندلې چې پخوا په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې یونیم ميلیون خلکو په وقفه يي ډول کار کاوه او سلو زرو خلکو ته په دايمي ډول د کار زمینه برابره وه، خو له کومې ورځې راهيسې چې د کوکنارو کښت منع شوی، د دې خلکو ډېره برخه بې کاره شوي دي.

د نړیوال بحران ګروپ ارشد تحلیلګر ګریم سمیت وايي چې د طالبانو کار تر دې ځایه د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې بریالی دی، خو که د کوکنارو له کښت سره د بزګرو اقتصادي تړاو ته وکتل شي امکان لري چې بزګران په نافرمانۍ او مقاومت لاس پورې کړي.

هغه وویل: د کوکنارو منع کولو پرېکړې د لږو ځمکو لرونکو پر بزګرانو، کارګرانو او هغو بزګرانو ډېر اغېز کړی چې خپلې ځمکې نه لري او د نورو خلکو ځمکې په اجاره اخلي. اوس بزګرانو غنمو او نورو کښتونو ته مخه کړې چې دا ډول کښتونه لږو کارګرانو ته اړتیا لري، پايله دا شوه چې د کوکنارو د منع کولو پرېکړې له امله سلګونه زره خلک بې کاره شوي دي. دا کافي نه ده چې تاسې بزګرانو ته وواياست چې ته ولاړ شه غنم یا زعفران وکره او یا د انارو باغ جوړ کړه، هغه کار چې باید تاسې يې وکړئ د کارخانو جوړول او زراعتي ځنځيري بدلون ته اړتیا ده. زما وړانديز دا دی چې له لنډمهاله بشري مرستو څخه اوږدمهاله پراختيايي اقتصاد ته ولاړ شو ترڅو بېوزلي ختمه کړو.

د بحران نړیوال ګروپ په راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه يي موادو تولید د نړیوالو لپاره جدي ستونزه بلل شوې او ليکل شوي چې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله د نړیوالو روغتيايي ستونزې لږ شوي، خو په دې راپور کې نړیوالو ته له دې امله ګوته نیول شوې چې له بزګرو او زیانمن شویو خلکو سره يې همکاري نه ده کړې.

دې بنسټ د سيمې او نړۍ هېوادونو ته وړانديز کړي چې په افغانستان کې د مشروع اقتصادي ودې او کاري فرصتونو برابرولو له لارې د کارګرانو او ښځو د بېوزلۍ او کډوالۍ د دوام مخه ونيسي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت له نشه يي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې له همکارۍ سره تړلې بولي، ځکه د ده په وینا، د دوی حکومت د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو د مخنيوي لپاره لږ امکانات لري.

فطرت وویل: موږ په تېرو دوه نیمو کالو کې د دې ناوړه پديدې د مخنيوي په برخه کې ۹۵ سلنه پرمختګ لرو. اوس په افغانستان کې د نشه يي بوټو د کښت کچه صفر ته نژدې شوې ده. د افغانستان اسلامي امارت د نشه يي موادو د قاچاقو او مصنوعي نشه يي موادو د تولید په برخه کې هم جدي ګامونه اخلي.

د بحران نړیوال ګروپ داسې مهال د کوکنارو د کښت منع کولو په برخه کې د طالبانو کار بریالی بولي او دغه ډول له افغانستان سره د اقتصادي ودې په برخه کې مرستې ضروري ګڼي چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ويلي دي چې، په افغانستان کې به سږکال یو ځل بیا ډېر تاریاک تولید شي.

له بلې خوا په پام کې ده چې ملګري ملتونه په نژدې راتلونکي کې د سيمې او نړۍ هېوادونو یوه غونډه جوړه کړي.

د دې غونډې هدف دا دی چې په افغانستان کې د بزګرو او نشه يي موادو له قاچاقو سره د مبارزې لپاره اقتصادي همکاري او مرستې راجلب شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33413






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی